د امریکې دفاع وزارت د ۱۳ فوځیانو تصویرونه جاري کړل

0
109

باغي ټي وي رپورټ
د امریکې ایالت وزارت دفاع په ۲۶ اګست د کابل هوایی ډګر ځانمرګي برید کښې وژل شوو د ۱۳ دیارلسو فوځیانو عسکونه جاري کړي، په دې وژل شوو فوځیانو کښې دوه ښځې فوځیانې هم دي.

د واشنګټن نه داسې تصویرونه جاري شوي چې ویل کیږي چې دا هغه ۱۳ امریکایی فوځیان دې چې د کابل په هوایی ډګر حمله کښې وژل شوي دي.
د امریکې صدر بایډن د وژل شوو فوځیانو خاندان والا سره د غمرازۍ څرګندونه کړي، داسې رپورټونه هم شایع شوي چې ددې فوځیانو مړي امریکې ته رسول شوي چرته چې ددې خاندان واله ډیر غمجن لیدل شوي او ددوی په سترګو کښې اوښکې وې.

Leave a reply