والسټرېټ ژورنال لیکي؛ د افغان جګړې ستر ګټونکي د امریکا قراردادیان ؤ

0
167

والسټرېټ ژورنال لیکي؛ د افغان جګړې ستر ګټونکي د امریکا قراردادیان ؤ

په راپور کې همدا راز راځي، چې سیګار یوازې د اوو ملیاردو ډالرو په اړه پلټنه کړې ده او دې پایلې ته رسېدلې چې یوازې پنځلس سلنه یې پر ځای لګېدلې او پاتې نورې حیف میل شوې دي.

 

(2022 / 1 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغان جګړې اصلي ګټونکي کورني او بهرني قراردادیان وو. والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې ویلي چې د افغان جګړې تلفات تر ټولو ډېر ملکي وګړو ته اوښتل خو ګټې یې تر بل هر چا بهرنیو او کورنیو قرار دادیانو ته رسېدې.

په راپور کې د مهمو امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي، چې د امریکا په شل کلن ماموریت کې په افغانستان کې میلیاردونه ډالر حیف میل شوي چې تر ډېره یې د همدې قرار دادیانو جیبونو ته تللي دي.

په راپور کې راځي چې د امریکا قرار دادیانو له ډېرو وړو پروژو پیل وکړ او میلیاردونه ډالر یې وګټل.

سرچینه کاږي د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې پیسې ډېره کمه سلنه یې پر ځای لګېدلې دي.

په راپور کې همدا راز راځي، چې سیګار یوازې د اوو ملیاردو ډالرو په اړه پلټنه کړې ده او دې پایلې ته رسېدلې چې یوازې پنځلس سلنه یې پر ځای لګېدلې او پاتې نورې حیف میل شوې دي.

Leave a reply