الخدمت فاونډیشن پاکستان په تورخم پوله د ۸۲ میلیونو روپوبشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارلې

په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان د همکارۍ ټولنې ، الخدمت فاونډیشن پاکستان مشران افغان چارواکو سره په ګروپ فوټو کې ولاړ دي
نصیب شاه شینواري
د افغانستان د اسلامي هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، نوې افغان حکومت د یو شمیر اقتصادي ستونزو سره مخ دې، د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې په دې سخت ژمي کې ځایی خلق د سختو ستونزو سره مخ دي، په دې سیمو کې واوره وریدلې ده چې د افغانانو ژوند ی نور هم په مشکل کې اچولې دې.
د کابل، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د واورو وریدو له امله په زرګونو خلق د بې ځایه کېدو له وضعیت او د ژوند یو شمیر نورو ستونزو سره مخ شوی دي.
د الخدمت فاونډیشن پاکستان له اړخه جاري شوي یو بیان کي ویل شوي دي چې دوی د ۸۲ دوه اتیا ملیونو ارزښت بشري مرستو دویمه قافله وسپارله.
د بیان مطابق په دې مرستو کې کې داروګان، وړه ، غوړي، بوره، وریژې، لوبیا، دال، چای ، کمبلې او د ګرمو جامو په ګډون نور توکي هم شامل وو.
د الخدمت فاونډیشن پاکستان نائب صدر خالد وقاص، د ډیزاسټر مینجمنټ ډیپارټمنټ نیشنل ډائریکټر اعجاز الله خان، د صحي خدمات عمومی مدیر سفیان احمد خان، ریجنل منیجر قاضی وجاهت محمود ، منیجر شکیل احمد، میډیا منیجر نورالوحید جدون او د پاك افغان كوآپريشن فورم چيئرمېن حبيب الله خټك، اسسټنټ كمشنر اشرف الدين او د پاكستان د حكومت د نورو لوړ پوړو چارواكو په شتون كښې د پروګرام سينئر پروګرام منيجر محمد وسيم د بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارلې.
په دې بشري مرستو کې ۱۰ لارۍ داروګان، ۸ لارۍ خوراکي توکي ، ۳ لارۍ کمبلې، ۲ لارۍ د ژمنې د سخت ساړه نه د بچکیدلو توکي او ۴ لارۍ د ماشومانو او ښځو لپاره د ګرمو جامو مرسته شامله وه.
د بشري مرستو د دویمې قافلې د ورکولو په موقع د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مرستیال وزیر انجینر محمد اسماعیل روغاني، د عامې روغتیا وزیر سلاکار محمد داوود منصور، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي شیرداد، د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسئولینو او نورو افغان چارواکو د د پاکستان له خلکو، الخدمت فاونډېشن، د پاک افغان همکارۍ د ټولنې مشرانو او د پاکستان له حکومت څخه وکړه چې په سختو موسمي شرایطو کې ی د میلیونونو بې ځایه شوي افغانانو سره بشري مرستې جاري ساتلي دي.






