په تورخم پوله د یو ټرک څخه نشه یی توکي ترلاسه شوي
باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم کې د پاکستان کسټم محکمې د یو ټرک نه د نشه يي توکي ترلاسه کړي , تورن کس له افغانستان څخه د تېرېدو په حال کې له يوه لارۍ څخه دميليونه روپيو په ارزښت نشه يي توکي ترلاسه کولو وروسته ونيول شول، دا په يوه اوونۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې دويم ځل دې چې په دومره زیات مقدار کې نشه ی توکې ی ونیول.
د کسټم محکمې مرستیال محمد طیب په وینا، د ګمرک منسوبینو د تورخم په پوله کې د نشه يي توکو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د یوې لارۍ له پټ ځایونو څخه ۶۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي چې له افغانستان څخه افغانستان ته ی راوړل نیولي دي. په نيول شويو نشه يي توکو کې ٤٠٠ کيلوګرامه چرس او ٢٥٠ کيلوګرامه افیون شامل دي.
د محمد طيب په وينا، د ډسمبر په ٢١مه هم د ګمرک کارکوونکو نشه يي توکي نيولي وو، چې په اړه يې اقدام روان دى. د ګمرکونو د مرستیال محمد طیب په وینا، په تېرو څلورو میاشتو کې له افغانستان څخه د نشه يي توکو په قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.