شهباز شریف ته دوه لارې دي, جیل یا لندن: چوهدري فواد
باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي چې شهباز شريف ته صرف دوه آپشنونه دي، لندن ته شي يا جيل ته لاړ شي. لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې فواد چوهدري وئيلي دي چې عدالت دې د نوازشريف واپس راوستلو لپاره ګامونه پورته کړي زمونږ غوښتنه دا ده چې د نوازشريف د مقدمې اورېدنه دې هره ورځ وشي. فواد چوهدري وئيلي دي که شهباز شريف دا سوچ کوي چې ډوبيږي نو ټول پاکستان ډوبيږي، شهباز شريف ته دوه لارې دي، لندن ته لاړ شي يا جيل ته لاړ شي. ده ووئيل مونږ په دې دريو كلونو كښې د 32 اربه روپو قرض ادا كړے دے٬ كه عمران خان وزيراعظم نه واي نو هېواد به ديواله شوي وو۔
د يوې پوښتنې په ځواب کې فواد چوهدري وويل ټول ګوندونه د سياست کولو حق لري، مونږ غواړو چې پيپلز ګوند او مسلم ليگ ن قومي سياست وکړي. د پيپلز پارټۍ نه د پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزير وويل که آصف زرداري او بلاول بهټو لاهور ته راتلل غواړي نو په لس مرله کور کې به غونډه کوي.