د خپل پلار نیکه جایداد باندې غیرقانوني او ناجایزه قبضه دوی ته قبوله نه ده: د خوګا خیلو مشرانو وینا

باغی ټي وي رپورټ
په خپله حجره کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د لنډیکوتل تحصیل خوګا خیل قبیلې مشرانو مفتي محمد اعجاز شینواری، ملک تاج الدين شينوارى، حاجي خيال محمد، د کسټم کلیرینس ایجنټس تورخم اتحادیی صدر حاجي ظهيرالله شينواري او چیرمین معراج الدين شينواري او نورو مشرانو اوویل چې د خوګي خېلو قوم مشران اجازه نه ورکوي چې په تورخم کې ددوی قومی جايدادونه یو څو تنه خرڅ کړي.
مشرانو اوویل چې په شمیر یو څو تنه د خوګا خېلو استازيتوب نه شي کولای او له ځينو خلکو سره لاس لیک او معاهده مونږته ته د منلو نه ده.
مشرانو ګواښ ورکړو چې د دوشنبې (پیر) په ورځ به تورخم ته لاړ شی او په ټرمینل باندی به کار په زوره بند کړي ځکه دا زمونږ جایداد دي او غیرقانوني قبضه دوی ته قبوله نه ده.
مشرانو اوویل چې په تورخم کې د خپل پلرني زمکې باندې قبضه نه منو، مشرانو زیاته کړه چې که پیر ورځ پورې این ایل سي کار بند نه کړو نوی دوی به په زور داکار بند کړي، هغوی اوویل چې این ایل سی چې کار بند کړي نو دوی ورسره خبرو ته تیار دي.






