سوات کې په یخنۍ کې زیاتوالۍ راغلې دې

باغی ټي وي رپورټ
په سوات کې د سختې یخنۍ لړۍ پیل شوې ده، په کالام کې د تودوخې درجه د منفي ۱۳ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق په سوات کې په وروستیو ورځو کې د سختې واورې وریدو وروسته د سړې هوا زور اخیستی دې او په دې سیمه کې ساړه ډیر زیات شوي دي . په میداني سیمو کې هم د یخنۍ څپې زیاتې شوي دي. د خیبر پښتونخوا د نورو لوړو پرتو سیمو کې هم د په یخنۍ کې زیاتوالې راغلې دې.






