د خالي ورځ نه به ایوان صدر ته عام وګړي د داخلیدو اجازت وي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د ایوان صدر به د خالي په ورځ د عامو خلقو لپاره خپلې دروازې پرانيزي چې ددې ښایسته ځای سیل وکړو او عام وګړو ته به موقع ورکړې شي چې ددې ودانې شنه چمنونو او ښایسته ودانۍ اوګوري.
ایوان صدر به به د نوي کال په ورځ د ۱:۰۰ بجې څخه تر ۴:۰۰ څلورو بجو د خلکو لپاره خلاص وي. دا ودانۍ په تیرو وختونو کې هم څو ځلې د خلکو پر مخ پرانستل شوې وه، د حکومت د ژمنې سره سم چې ټولې دولتي ودانۍ به د عامو خلکو پر مخ پرانیزي او ددې ودانیو په اړه دا خبره شي چې دلته عام خلق نه شي تللې.