د دروغو او د جعلي تبصرو او خبرونو د ختمیدو وخت راغلې دې

0
119

باغی ټي وي رپورټ

جعلي خبرونو، د دروغو تبصرو ، رپوټونو او د پیسو په زور رپورټونو د ختمیدو وخت راغلې دې. کهرا سچ د دوشنبې (پیر) نه تر پنجشنبې (زیارت) پورې یوازې په PNN اوګورې، اولس همدا اوس له جعلي خبرونو او د ځان نه جو ړ شوو او ناسمو تبصرو او شننو څخه ستړی شوی دی او اولس هم د حقیقي خبرونو، تبصرو او شننو په لټه کې دی.

 

 

 

د پاکستان په رسنیو کې یو لوی نوم چې خلک یې د “PNN” په نوم یادوي، مشهور خبریال مبشر لقمان به د پنجشنبې په ورځ د شپې له لسو بجو څخه د مازدیګر تر پنځو بجو پورې خپلو مینه والو ته “کهرا سچ” وړاندې کوي.

 

د پاکستان هغه مشهور شخصیت چې نړۍ یې د حق او باطل پر ضد د بغاوت کوونکي په نوم پېژني، یو ځل بیا د خپلو مینه والو په غوښتنه په لوی سکرین راښکاره کېږي، دا هغه شخصیت دی چې په پاکستان او نړۍ کې یې تر نیم میلیون زیات مینه وال لري.

 

دا پیژندل شوی شخصیت چې نړۍ یې د مبشر لقمان په نوم پیژني او د هغه د پیژندلو یو لامل په هیواد کې رښتیني او حقیقي ژورنالیزم دی.دا هم معلومه شوه، چې نوموړي د خلکو په غوښتنه د جعلي خبرونو، ناسمو تبصرو او شننو له منځه وړلو لپاره د میدان ته د راتلو پرېکړه کړې ده.

 

د باغي ټي وي سرچينو له مخې د مبشر لقمان ټيم په غټه پرده د راڅرګندېدو په اړه يو باقاعده پېغام هم جاري کړی دی.تر دې وړاندې مبشر لقمان د ټولنيزې شبکې ټويټر له لارې د دې خبر د تاييدولو پر مهال ويلي و، چې په حقيقت کې يو ځل بيا په لويه پرده د حق، حقيقت او باکيفيته خبرونو، شننو او تبصرو سره د ولس په خدمت کې يم.

Leave a reply