د خیبر پښتونخوا فهد خواجه د پاکستان ۵۷ قومي ټیبل ټینس سیالیو اتل شو

0
174

باغی ټي وی رپورټ
د خیبر پښتونخوا وتلي او ځوان د ټیبل ټینس لوبغاړي فهد خواجه په لاهور کې تابیا شوې قومي د ټیبل ټینس چیمپین ګټلې دې، په پای لوبه کې فهد خپل وړوکي رور امم خواجه له ماتي ورکړه او او د سرزرو مډال ی وګټل.

د ۵۷ قومي ټیبل ټینس سیالیو د رپورټ مطابق فهد خواجه خپل رور امم خواجه ته په پای لوبه کې ماتې ورکړه او د 57 ملي ټیبل ټینس د نارینه سیالیو کې ی اول مقام ترلاسه کړو.
د ټورنامنټ انتظامیه له لوري جاري شوي بیان کې وایی چې فهد خواجه په سیمي فاینل کې د واپډا لوبغاړي او د سوات نه تعلق لرونکي د ټیبل ټینس وتلي لوبغاړي شاه خان ته شکست ورکړو او فاینل ته ی لار جوړ کړو، هم دغه شان د فهد رور امم خواجه د آرمي لوبغاړي فیضان ظهور ته په سیمي فاینل کې ماتې ورکړه او پای لوبي ته ورسیدو.
دا سیالۍ د ۲۵ دسمبر څخه تر ۳۰ دسمبر ۲۰۲۱ پورې د لاهور په نشتر پارک سپورټس جمنازیم کې ترسره شوې

Leave a reply