د پاکستان له لوري افغانستان سره د ۵ ملیارده روپو د مرستې لومړۍ لړۍ پیل شوه
نصیب شاه شینواري
څو اونې وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په افغانستان کې د موجوده انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره د جنګ ځپلي افغان اولس سره د ۵ ملیارده روپو د بشري مرستو اعلان کړې وو.
نن د زیارت په ورځ په تورخم پوله د پاکستان له لوري دې لوی بشري مرستې لړۍ پیل شوه او ۱۸۰۰ اتلس سوه ټنه غنم افغان چارواکو ته حواله کړې شي.
په تورخم کې نن یوه دستوره ترسره شوه، په دستوره کې د پاکستان او افغانستان چارواکو ګډون وکړو.
د تفصيلاتو ترمخه د وزيراعظم خاص مرستيال ارباب شهزاد د پاکستان له لوري د افغان اولس لپاره د 50 زره ميټرک ټنه د غنمو بشري مرستې اولنې لړۍ چې ۱۸۰۰ اتلس سوه ټنه غنم وو او په 50 ټرکونو کې بار وو د افغانستان د قدرتي افتونو سره د مبارزې وزير مولوي عباس اخوند ته وسپارله.
د تورخم په پوله ميډيا سره خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ارباب شهزاد ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په ځانګړې لارښوونه د افغانستان اولس لپاره د 50 زره ټنه غنمو لومړۍ قافله چې په پکې ۱۸۰۰ ټنه غنم وو، افغان چارواکو ته ورکړې شوه.
ارباب شهزاد اوویل چې پاکستان تل د افغانستان له خلکو سره په سختو حالاتو کې همکاري کړې او نن په دې سخت حالت کې هم پاکستان د افغان اولس سره د بشري مرستو دې لړۍ ته دوام ورکوي، شهزاد زیاته کړه چې که نړیواله ټولنه او نور هېوادونه افغان اولس سره مرسته او همکاري و نه کړي نو په افغانستان کې به یو انساني بحران مخې ته راشي، هغه په نړۍ غږ وکړو چې په داسې سخت وخت کې د افغان اولس سره بشري مرستې وکړي.
هغه وويل، پاکستان تل په افغانستان کې د سولې غوښتونکى دى او هلته سوله د دواړو هېوادونو په ګټه او پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د ځانګړي مرستيال ارباب شهزاد اوویل چې افغان اولس، افغان مریضانو، سوداګرو او افغان زده کوونکو لپاره پاکستان د ویزه ورکول پالیسي نرمه کړې ده او وس افغان اولس په اسانه د پاکستان ویزه ترلاسه کولې شي.
……………….