د ډي سي خیبر په دفتر کې مهمه غونډه شوې

باغي ټي وي رپورټ
د پیښور کمشنر ریاض محسود په لارښوونه د ضلع خیبر ډپټي کمشنر نورولي خان په مشرۍ کې د غیر قانوني کرش پلانټس په اړه یوه مهمه غونډه وشوه.
په دې مهمه غونډه کې د ډي سي خیبر دفتر او اړوند ادارو نور اهلکارو او افسرانو ګډون وکړو.
په غونډه کې د تخته بیګ د غیرقانوني کرش پلانټونه لپاره یو بل مناسب ځای خوښولو او موندلو لپاره خبرې وشوې. د غونډې ګډون کوونکو دې پلانټونه لپاره د کړپه او بیسۍ ولي یا بل کوم مناسب ځای ته د منتقل کولو پلان باندې غور وشو. د کرش پلانټونو په منتقل کولو کې به د ضلعې ادارې، د اړوندو څانګو افسران او د کرش پلانټس کمیټې غړي هم برخه ولري ترڅو د قانون سره موافقت یقیني کولو لپاره د دوه اړخیزې مشورې له لارې غوره ځای وټاکل شي چې ددوی کار بیا پیل شی.





