امریکا د افغانستان په اړه مجازي کنفرانس جوړوي
امریکا د افغانستان په اړه مجازي کنفرانس جوړوي
امریکا د افغانستان په تړاو د یوه مجازي کنفرانس کوربه توب کوي.
(2021 / 8 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکا د افغانستان په تړاو د یوه مجازي کنفرانس کوربه توب کوي. د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو نړیوالو متحدینو سره په ګډه د افغانستان پر وضعیت غږېږي او دا کنفرانس په مجازي توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کوربه توب نن په واشنګټن کې جوړېږي. په دې کنفرانس کې به د امریکا نږدې متحد هېوادونه، اروپايي ټولنه او د ناټو استازي هم ګډون کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په دې کنفرانس کې د اګسټ له څوارلسمې تر دې دمه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او تخلیې ماموریت او دغه راز د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکې تګلارې په اړه خبرې ولري. په دې کنفرانس کې همدا راز د امریکا پر راتلونکو پلانونو او له ملګرو هېوادونو سره د راتلونکې په اړه بحثونه کېږي.