وزیراعلی د شهید پولیس اهلکار د خاندان سره خواشیني څرګنده کړې ده

0
159

باغي ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان تيره ورځ پيښور کښي د نامعلومه وسلوالو په ډزو کښي د پوليس اهلکار احمد ګل په شهادت خواشيني څرګنده کړې ده.

وزيراعلې په خپل يو تعزيتي بيان كښې د شهيد پولیس اهلکار كورنۍ سره د خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندونه وكړه او د شهيد د درجو د لوړولو او غم ځپلو كورنيو ته يې د صبر او زغم دعا وكړه ، هغه په بیان کې ویلي دي چې صوبائي حكومت د متاثره کورنۍ په غم كښې ځان شريک ګڼي۔ هغه په بیان کې زیاته کړې چې متاثره کورنۍ به یوازې نه پریږدي او هر ممکنه مرسته به ورسره وکړې شي.

Leave a reply