د پاکستان جوړولو رښتینۍ پیغام ځوانانو ته د رسولو اړتیا ده: عمران خان

0
169

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د شورو په ورځ د پاکستان د ډيمنډ جوبلي جشن په مناسبه توګه ترسره کولو غږ وکړو چې د دغه هېواد ځانګړي تشخص، کلتور او ځانګړې مقام نړۍ ته په ډاګه کړي.

د اې پي پي رپورټ عمران خان د پاکستان د خپلواکۍ د ٧٥مې کليزې په موقع په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د جوړولو مقصد او د علامه اقبال د رښتيني پيغام په اړه ځوانانو ته د بيانولو ضرورت دى، عمران خان د پاکستان د کال ۲۰۲۲ ډيمنډ جوبلي جشن د تياريو د جائزې په اړه د يوې غونډې مشري کولو په مهال دا بیان کړې دې. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن، شوكت ترين، د وزيراعظم خاص معاون ډاكټر شهباز ګيل، شهزاد نواز او اعلي افسرانو هم ګډون وکړو.
وزيراعظم په دې موقع اوویل چې پاكستان ته د الله تعالى لخوا هر قسمه نعمتونه وركول شوي دي كوم چې په ګوته كول ضروري دي، په غونډه کې د اطلاعاتو او خپرونو وزیر چوهدري فواد حسېن وزيراعظم ته د پاكستان د ډایمنډ جوبلي د تياريانو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو

Leave a reply