وزیراعلی د چترال دوره کوي

باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان چترال ته د خپل سفر د اعلان په مهال وويل، چې هغه به ډېر زر د اپر چترال او لوى چترال ضلعو اوږده دوره وکړي.
د وزیراعلی په ټولنیزو رسنیو خپور یو رپورټ مطابق د محمود خان د دورې مقصدر ددې سیمو د خلکو د ستونزو جاج اخستل دي ، په بیان کې ویل شوي دي چې ددې سیمو د خقلو ستونزو د هواري او په روانو پرمختيايي پروژو د کار چټک کولو لپاره به اړوند ادارو ته لارښوونه وشی ترڅو دا پروژې په وخت بشپړشي.
په بیان کې زیاته شوې ده چې د کار د ګړندي کولو لپاره به د ضلعې ادارې او نورو اړوندو چارواکو ته په موقعه احکامات جاري کړل شي. په بیان کې زیاته شوې چې د ملاکنډ ډويژن به په دوه برخو وويشل شي چې خلکو ته اسانتياوې برابرې شي او د خدماتو رسولو ته وده ورکړي.
بیان زیاتوني چې په دې توګه به د نوي ډويژن هيډکوارټر لپاره د چترال او دير خلقو سره مشوره وشی چې ددې سیمو خلقو ته سهولتونه او اسانتیاوې ورکړې شي.






