د ډپټي کمشنر ضلع خیبر په دفتر د سیمې د پرمختګ او ښکلې کولو لپاره مهمه غونډه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خېبر ډپټي کمشنر منصور ارشد په مشرۍ کښې د ښکلا د منصوبو په اړه د لوړې کچه غونډه وشوه چې پکې د اړوند ادارو اهلکارو او افسرانو ګډون وکړو.
په غونډه كښې ايډيشنل ډپټي کمشنر (فنانس) حسيب الرحمان خليل، ايډيشنل اسسټنټ کمشنر (ريونيو) ډاكټر عامر زيب، فنانس افسر خېبر وقاص الرحمان، د پلاننګ افسر عمير خان، اېكس اېن اېنډ ډبليو زبير داوړ، اسسټنټ ډائرېكټر لوکل گورنمينٽ ډيپارټمنټ كاشف – الرحمان، تحصیل میونسپل افسر خان او نورو میونسپل افسرانو او چارواکو ګډون وکړو.
غونډه كښې په ټولو تحصيلونو كښې د ښائسته كولو د پرمختيائي سکیمونو په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو، د سکیمونو د څارنې او په ښه توګه سرته رسولو لپاره د تګلارې په اړه هم بريفنګ وركړې شو او اړوند ادارو او اهلکار ته لارښوونه وشوه.






