لنډیکوتل کې خونړې پیښه، ۵ کسان اووژل شول، درې نور ټپییان شوي

0
206

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کې د زمکې په شخړه او د راکړه ورکړې په سر د دوو ګروپونو ترمینځ په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د سرچینو ترمخه دا پیښه د چروازګې څلور لارې سره نزدې شوې ده.
په پیښه کې ۴ څلور کسان شین زر ولد کوهاټ ، مالے خان ولد بسولے خان، میرمت ولد کوهاټ او نیاز مین ولد کوهاټ وژل شوي دي او درې نور کسان د منشی ګل ولد میرمت محبر ولد سول زرین او افسر ولد کوهاټ ټپیان شوي دي، لږ ساعت روسته یو بل تن هم د سختو زخمونه له قبله ساه ورکړه.
د سرچینو مطابق نن یو بل زخمي هم مړ شو.
زخمیان لنډیکوتل هسپتال ته رسول شوي دي او د سرچینو مطابق دا زخمیان پیښور روغتون ته لیږل شوي دي. ویل کیږي چې ددې دواړه خاندانونو ترمینځ د زمکې په راکړه ورکړه شخړه رامنځ ته شوې وه او یوفریق په بل فریق باندې په پولیس سټیشن کې ایف آیی آر هم درج کړې وو.
د ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر سید شعیب منصور د دفتر نه جاري شوی یو بیان مطابق چې کله دوی ته ددې بدې پیښې خبر ورسید نو سمدستي ددوی ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم د پیښې ځای ته ورسید او زخمیان او په حق رسیدلي کسان ی روغتون ته ورسول. په بیان کې وایی چې د لنډیکوتل هسپتال نه بیا زخمیان د پيښورروغتون ته هم ورسول شول او مړي هم د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته ورسول شول.

Leave a reply