د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې د مقاومت جبهې فعالیتونه پۀ مجازي بڼه دي، حقیقي نشته

0
91

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې د مقاومت جبهې فعالیتونه پۀ مجازي بڼه دي، حقیقي نشته

د دې تر څنګ هغه په افغانستان کې د نوي حکومت ځینې اقدامات هم د اندېښنې وړ بللي او په خبره یې چارواکو ته په کار ده چې د خلکو حریم ته درناوی وکړي، پر سترو مسایلو تمرکز وکړي ځکه د ښځینه او خصوصي حریم په اړه یې تازه اقدامات یوازې دوی ته زیان رسولی شي.

 

(2021 / 12 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي په افغانستان کې دې شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله تازه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د مقاومت جبه به نوي حکومت ته یو ګواښ وي کنه ویلي، ددغه جبهې فعالیتونه تر دې دمه مجازي دي او حقیقي بڼه نه لري، خو له دې هر څه سره که دوی رښتیني فعالیتونه پيلوي، نو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب ګرځي چې ګټه یې هېچا ته نه رسېږي.

د کابلوف په خبره په افغانستان کې ستونزې له دې وروسته باید د خبرو له لارې حل شي او د یوه مرکزي او پیاوړي حکومت لپاره دې کار وشي.

د دې تر څنګ هغه په افغانستان کې د نوي حکومت ځینې اقدامات هم د اندېښنې وړ بللي او په خبره یې چارواکو ته په کار ده چې د خلکو حریم ته درناوی وکړي، پر سترو مسایلو تمرکز وکړي ځکه د ښځینه او خصوصي حریم په اړه یې تازه اقدامات یوازې دوی ته زیان رسولی شي.

کابلوف د رسمیت په اړه ویلي، چې همدا اوس د رسمیت پېژندلو لپاره فعالیتونه روان دي او د نوي حکومت استازي په ټولو غونډو کې ګډون کوي چې دا یې پيل دی.

Leave a reply