د پنجشير زمرود په ټوله دنيا کښې نامه لري
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پايه تخت د کابل په شمال طرف پروت وادي پنجشير قيمتي کانړي په توله دنياکښې مشهور دي ـ
د کابل نه لرې پرته سيمې د پنجشير علاقې د قيمتي کانړو د کاروبار له وجهې افغانانو او د افغان دولت ته ډيره مالي فايده رسي ـ
ياده دې وي چې د پنجشير مزاحمتي ګروپ مشر احمد مسعود د طالبانو سره د جنګ اعلان کړې خو بل اړخ ته د طالبانو او احمد مسعود د ډلې ترمينځ د جوړ جاړي خبرې هم روانې دي ـ
ياده دې وي چې د امريکا او نيټو ځواک د افغانستان نه د وتلو روسته چين يو داسې هيواد دې چې د پنجشير په ولايت کښې د زمرودو په غرونو کښې که سرمايه ولګوي نو دې سره به د افغانستان او د افغانانو تقدير بدل شي ـ