د کورنیو چارو وزیر: له امنیتي سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

  د کورنیو چارو وزیر: له امنیتي سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

حقاني په دې خبرې سره چې نه غواړي یو افغان مسلمان ورور ته زیان ورسیږي او یا زنداني شي، په ټینګار سره وویل چې امنیتي ځواکونه او د شرارت عاملین هیواد او ټول ملت بې ثباته کوي او دا د دولت دنده ده چې له دغو کسانو سره مقابله وکړي.

 

(2021 / 12 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د کورنیو چارو وزیر د پلچرخي له زندان څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د نظم او امنیت له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

هغه وويل: “وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، يو شمېر کسانو له حکومت سره د ټکر هڅه وکړه او دا خلک په حقيقت کې خلکو او د هغوى کورونو ته زيان رسوي.”

حقاني په دې خبرې سره چې نه غواړي یو افغان مسلمان ورور ته زیان ورسیږي او یا زنداني شي، په ټینګار سره وویل چې امنیتي ځواکونه او د شرارت عاملین هیواد او ټول ملت بې ثباته کوي او دا د دولت دنده ده چې له دغو کسانو سره مقابله وکړي.

نوموړی دا خبرې پۀ داسې مهال کوي چې پۀ دې وروستیو کې د مقاومت جبهې د بیا جګړې پیل او ځینو ځایونو کې د چیریکي حملو خبر ورکړی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版