متحده اماراتو ویلي چې افغانستان کې پر لمریزه برېښنا پانګونې ته چمتو یو
په همدې حال کې الشامسي، په دې لیدنه کې چې د رییس الوزرا مرستیالان او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ګډون کړی و ویلي چې هېواد يې په افغانستان کې د هلمند او کندهار په وچو بندرونو، د اورګاډي او لمريزې برېښنا په برخه کې پانګونې ته چمتو دى.
(2021 / 12 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د متحده عربي اماراتو یو لوړپوړي پلاوي په کابل کې د افغانستان ا.ا له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې پر لمریزې برېښنا پانګونې ته چمتو دی.
د ا.ا یو تن ویاند ویلي چې د افغانستان ا.ا رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د متحده عربي اماراتو د تابعیت، ګمرکاتو او بندري امنیت له وزیر علي محمد بن حماد الشامسي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
اړوند موضوعات:
امارات متحده عربی درباره کنترول میدان هوایی کابل با قطر رقابت میکند

Leave a Reply