۷.۵ ملیونه کورنۍ د صحت کارډ په ذریعه علاج کوي

0
87

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شوي د هيلته کارډ پلس کلني رپورټ ترمخه د خېبرپښتونخوا 7.5 لاکه نه زياتې کورنۍ د ټول ملک په 679 شخصي او حکومتي روغتونونو کې مفت علاج کوي.

تر اوسه د ٧٥٠ ميليونه روپو په لګښت د هيلته کارډ پلس په مرسته د صوبې د بېلا بېلو ضلعو څه د پاسه ٦٠ زره ناروغانو ته وړيا ولادتونه په بېلابېلو دولتي او غير دولتي روغتونونو کې ترسره شوي دي. همدغه راز د هيلته کارډ پلس ترمخه د 11000 نه زيات د زړه مريضانو انجيو پلاسټي هم په وړيا توګه ورکولې شوي دي په کوم باندې چې تر اوسه 2172 ميليونه روپۍ مصرف شوي دي.
د 22,000 ناروغانو په وړیا اپنډکس عملیاتو باندې 294 ملیون روپۍ مصرف شوي دي.
د مشرق رپورټ مطابق د رپورټ ترمخه د 14,000 سرطان ناروغانو په کیموتراپي باندې 271 ملیون روپۍ او د 90,000 څخه د زیاتو ناروغانو لپاره د پښتورګو د صفایی باندې 276 ملیونه روپۍ خرچ شوي دي.

Leave a reply