آزاد امیدوار په پي ټي آیی کې شامل شو
باغي ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا ، د تحصيل درازنډ ډي آئي خان نوي منتخب تحصيل چيئرمېن ملک عزت ګل شېراني د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره ملاقات کړې دې.
تحصیل چیرمین عزت ګل شیرانی په باقاعده توګه پی ٹی آئی کښې شامل شوے دے.
وزيراعلي عزت ګل شېراني ته د پارټي مفلر او خولۍ واچولې شوه، د یادوې ده چې عزت ګل شیراني د تحصیل چیرمین لپاره د آزاد امیدوار په توګه منتخب شوی وو.
په غونډه كښې صوبائي وزير فيصل امين ګنډاپور هم موجود وو، په دې موقع وزيراعلي عزت ګل شيراني ته په پارټۍ کښي هرکلے وکړو او زیاته ی کړه چې عزت ګل شېراني په شمول به ډي آئي خان کښې پارټي نوره هم مضبوطه شي.
نوي منتخب شوي چيئرمېن عزت ګل شېراني د پي ټي آئي حکومت او د وزيراعلي محمود خان په قيادت د مکمل باور څرګندونه وکړه .