امریکا کې د اومیکرون کرونا یوه ورځ کې ۴۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي 

0
66

امریکا کې د اومیکرون کرونا یوه ورځ کې ۴۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي 

د کرونا اومیکرون بڼه تازه په اروپا او امریکا کې د پراختیا په حال کې ده، روغتیايي چارواکي وايي ددې بڼې پراختیا خورا چټکه ده، خو خطر یې تر نورو بڼو کم دی.

 

(2021 / 12 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په امریکا او فرانسه کې د کرونا د اومیکرون بڼې پراختیا ریکارډ جوړ کړی دی. امریکایي چارواکي وايي چې په امریکا کې په یوه ورځ کې د کرونا اومیکرون بڼې ۴۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا روغتیايي چارواکي وایي دا شمېره تر دې هم لوړه ده، ځکه د کریسمس د رخصتیو له امله ډېر خلک پر وخت روغتونونو ته نه ورځي.

همدا راز په فرانسه کې هم په یوه ورځ کې د اومیکرون ۱۸۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د کرونا اومیکرون بڼه تازه په اروپا او امریکا کې د پراختیا په حال کې ده، روغتیايي چارواکي وايي ددې بڼې پراختیا خورا چټکه ده، خو خطر یې تر نورو بڼو کم دی.

اړوند موضوعات: 

امریکا کې د کرونا نوې بڼه؛ سفرونو او تګ راتګ کې یې خنډونه رامنځته کړي دي

روغتیايي اداراتو پر خلکو غږ کړی چې سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او ځان له دې ویروس وژغوري.

Leave a reply