کاناډا وايي د افغانستان خلک پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري

0
95

کاناډا وايي د افغانستان خلک پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري

کاناډا دغه راز زیاته کړې چې هلته د تللو کډوالو د ځای پر ځای کولو په لټه کې دي او تر څنګ یې هڅه کوي لا ډېر له خطر سره مخ افغانان وباسي او له نوي حکومت هم غواړي چې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

 

(2021 / 12 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان خلک سخت ژمی تېروي او باید لاسنیوی یې وشي. د ټروډو په خبره له خپلو اروپايي متحدینو سره په اړیکه کې دي او ټول د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله د بشري مرستو پر پراختیا ټینګار کوي.

ټروډو په دې مرکه کې همدا راز ویلي چې دوی به له افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد د پرمختګ غوښتونکي دي.

اړوند موضوعات: 

کاناډا د ديلوماتیکو چارو د بیا پیل لپاره کابل ته خپل دیپلوماتان لېږي 

کاناډا دغه راز زیاته کړې چې هلته د تللو کډوالو د ځای پر ځای کولو په لټه کې دي او تر څنګ یې هڅه کوي لا ډېر له خطر سره مخ افغانان وباسي او له نوي حکومت هم غواړي چې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

Leave a reply