نوازشریف پاکستان ته راځي، د راتګ ی نوې تاریخ اعلان شو

0
116

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر جاوید لطیف د نواز شریف د واپس راتلو نوې نیټه اعلان کړه. په خبرو کې نوموړي وویل چې جاوید لطیف ادعا کړې چې نواز شریف به په څو اونیو کې پاکستان ته راشي.

د مشرق نیوز رپورټ مطابق دوی ووئيل د اسټېبلشمنټ لاس به د 23 مارچ 2022 نه وړاندې د حكومت نه پورته شي۔ د مسلم ليګ ن مشر ويلي د نواز شريف د واپس راتلو په اوریدو سره د حکومتي چارواکي پریشان دي، هغه زیاته کړه چې هر څوک د پي ټي آئي په ضد احتجاج کوي.
ياده دي وي چي جاويد لطيف پخوا هم د نواز شريف د واپسئ دعوا کړي وه، تر دې وړاندې جاوید لطیف ویلي وو چې د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف په یوه میاشت کې هېواد ته راستنیدۍ شي.
د يو شخصي ټي وي چينل په يو پروګرام کښې د مسلم ليګ نون غړي جاويد لطيف وويل چې نوازشريف وطن ته راروان دے انشاالله په يوه مياشت کښې به وطن واپس راشي.

Leave a reply