په خیبرپاس ترافیکي پیښه شوې ، ۲۱ پولیس اهلکار ټپي شوي

0
210

باغی ټي رپورټ
د ضلع خیبر ،تحصیل لنډیکوتل کې په تاریخي خیبر پاس د زیړې چیک پوسټ سره نزدې د ټریفک په یوه پیښه کې لږ ترلږه ۲۱ کسان ژوبل شوي دي، سرچینې وایی چې دا کسان پولیس اهلکار دي چې د کوهاټ ټریننګ سنټر څخه لنډیکوتل ته واپس راتلل.

د سرچینو مطابق د پیښې نه پس د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم د پیښې ځای ته را ورسید او ژوبل شوي پولیس اهلکار ی روغتون ته ورسول. د سرچینو مطابق ژوبل شوي پولیس اهلکار د شلمان دي او په کوهاټ کې د ټریننګ څخه فارغ شو چې بیا په فلاینګ کوچ کې لنډیکوتل ته واپس راتلل.
د سرچینو ترمخه د ژوبل شوو کسانو حالت ښه دې او هسپتال ته وړل شوي دي، د یادونې ده چې دا پولیس اهلکار د کوهاټ ټریننګ سنټر څخه واپس لنډیکوتل ته راتلل، د اهلکارو مطابق دوی په کوهاټ کې ټریینګ حاصل کړو او د ټریننګ پوره کولو پس لنډیکوتل ته راروان وو چې د زیړې چیک پوسټ سره ی فلاینګ کوچ د ترافیکي پیښې ښکار شو.

Leave a reply