په تورخم پوله وس زیات شمیر افغان مریضانو ته اجازت ورکول کیږي

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د چارواکو مطابق د افغانستان څخه پاکستان ته د افغان مریضانو شمیره زیاته شوې ده ، د ځایی چارواک
و مطابق د افغانستان څخه چې کوم افغان مریضان پاکستان ته د علاج لپاره راځي هغوی په تورخم کې د افغانستان ایمبولنس څخه راکوزوي او د پاکستان په ایمبولنس کې ی اچوي چې پیښور ته ی د علاج لپاره ورسوي.
په تورخم کې د اهلکارو مطابق پرون په ۲۹ دسمبر ۱۰۱ افغان مریضان او ۹۵ ددوی خپلوان پاکستان ته داخل شول، د اهلکار مطابق په دې تیرو ۳ ورځو کې د افغانستان څخه ۳۰۴ مریضان او ورسره په هم دومره شمیر کې ددوی خپلوان پاکستان ته داخل شوي دي.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت د تورخم بارډر ذمه وارو مشرانو د پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې په زیات شمیر کې د افغان مریضان پاکستان ته داخلیدو اجازت ورکړې شي چې بیا ددې روسته د پیښور کورکمانډر لیفټننټ جنرل فیض حمید د تورخم بارډر دوره وکړه او اعلان ی وکړو چې ۱۰۰ افغان مریضان به پاکستان روزانه داخلیږي.
افغان مریضانو او ددوی خپلوانو د پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې ددوی غوښتنه ی اومنله او وس په ګنړ شمیر کې افغان مریضان پاکستان ته داخلیږي چې دلته د علاج سهولت ترلاسه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *