د مني بجټ منظورۍ لپاره د وفاقي كابينې غونډه سبا بیا رابلل شوې

0
178

باغي ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د مني بجټ منظوري لپاره سبا د کابينې غونډه رابللو فيصله کړې ده۔
دسرچينو ترمخه د وفاقي کابينې په غونډه کې به يواځې په يو نکاتي ايجنډا خبرې کيږي او غړو ته به د مني بجټ په اړه بريفنگ ورکول کيږي.
دجیو نیوز رپورټ مطابق سرچينې وائي وفاقي کابينه به سبا د مني بجټ منظوري ورکوي.
د مالیې وزارت ویاند په یو بیان کې ویلي دي چې په مني بجټ کې د عامو خلکو لخوا کارول شوي هیڅ شی باندې مالیه نه لګوي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابينې له تصويب وروسته به دغه کوچنۍ بوديجه راتلونکې ورځ ملي شورا ته وړاندې شي.
د نهې په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې د فنانس ترميمي بل وړاندې نه كړې شو۔
دسرچينو ترمخه دکابينې په غونډه کې دخزانې وزير شوکت ترين په ميني بجټ دخبرو په مهال وويل چې دماليې ترميمي بل تيار دى.
هغه وویل چې هغه چمتو دی چې کابینې ته د دې په اړه بریفنګ ورکړي.

Leave a reply