د کابل ښاروال ویلي چې د قانون پلي کولو ته ژمن دی او متخلفینو سره به قانوني چلند وشي 

0
190

د کابل ښاروال ویلي چې د قانون پلي کولو ته ژمن دی او متخلفینو سره به قانوني چلند وشي 

د کابل ښاروال وويل، چې د ښاري چارو په هره برخه کې ښاري سرغړونې دومره ډېرې دي، چې که وغواړو دغه سرغړونې په کتاب کې شاملې کړو، ښايي لسګونه ټوکه کتابونه وي.

 

(2021 / 12 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل ښاروال وايي چې سرغړونکي به جریمه شي، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې، شپږمې او ديارلسمې ناحيې څخه ليدنه کړې ده.

د کابل ښاروال وويل، چې د ښاري چارو په هره برخه کې ښاري سرغړونې دومره ډېرې دي، چې که وغواړو دغه سرغړونې په کتاب کې شاملې کړو، ښايي لسګونه ټوکه کتابونه وي.

د ښاروال عبدالرشید په وینا، ښاروالۍ مکلفه ده، چې د سرغړونو مخه ونیسي او له سرغړونکو څخه یې درنه جریمه ورکړي.

 

Leave a reply