رانا شمیم کیس کې په ټولو ملزمانو باندې د فرد جرم لګولو لپاره تاریخ وټاکل شو
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د پخواني چيف جسټس رانا شميم د حلف په اړه د توهين عدالت په مقدمه کې د ټولو تورنو کسانو باندې فرد جرم لپاره د جنورۍ اوومه نېټه ټاکلې ده.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په اسلام آباد هائي کورټ د چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې د ګلګت بلتستان پخواني چيف جسټس رانا شميم د حلف نامې په اړه د کيس اورېدنه وشوه چې پکښې رانا شميم، اټارني جنرل او انصار عباسي عدالت ته وړاندې شول.د اورېدنې په پېل كښې د رانا شميم اصل بيان په مهر بند لفافه كښې وړاندې كړې شو.
جسټس اطهر من الله د رانا شميم وکيل سره په خبرو کې وويل چې عدالت غواړي دا ستاسو په وړاندې پرانستل شي او تاسو وګورئ چې په دې کې څه دي. موږ دا د کورئیر له لارې ترلاسه کړې، په دې کې باید نور ګډوډي نه وي، لطیف اپریدي ویلي چې لفافه به زه نه خلاصوم او د ا لفافه دې عدالت خلاصه کړي.