په مهمند ضلع کې د کرکټ دوه اکاډمۍ بشپړ شوې

0
93

باغي ټي وي رپورټ
په مهمند ضلع کښي د يو زره سهولتونو منصوبه لاندي جوړي شوي دوه کرکټ اکيډمي مکمل شوي دي۔د کرکټ اکيډمئ دوره او د ډي ايس او سعيد اختر ملګرے وو او دواړه مکمل شوي اکيډمي د مهمند ضلعي ډي ايس او سعيد اختر ته وسپارل شوې.

د ۱۰۰۰ سپورټس سهولتونو ډائريکټر مراد علي مهمند ډي جي سپورټس خالد خان ته د کرکټ د دوه مکمل شوي اکيډمۍ رپورټ هم جمع کړے دے۔ خيبر پښتونخوا کښې د 1000 سهولتونو منصوبې لاندې د اتلس کرکټ اکيډمۍ منظوري ورکړې شوې ده، دا دواړه کرکټ اکېډمۍ هم ددې اکیډمینو تر څارنې لاندې چلولې شي، اړوند محکمې په دې اکیډمۍ کې مقرر اهلکارو ته لارښوونه کړې چې ځای لوبغاړو ته دې غوره سهولتونه ورکړل شي.

Leave a reply