قبایلي عوام په صوبه کې د انضمام فیصله نه مني: خیبر قامي جرګه

0
222

باغی ټي وي رپورټ
د مارچ 2022ء په اوله هفته کښي به د اسلام آباد په لور يو لانګ مارچ پیل شي او د لانګ مارچ به تر هغه وخته پوري جاري وي تر څو چي حکومت د قبائلي اولس د حقونو فيصله نه وي کړي.

دا فیصله او اعلان په پایه تخت اسلام آباد کې د خيبر قامي جرګه کې وشو، د ا جرګه د چيئرمېن ملک بسم الله به مشرۍ کې ترسره شوه. په دې جرګه کې بريګيډير ريټايرډ سيد نذير، ملک طهماش، ملک نقيب شاه، ملک عبدالرزاق، ملک خالد، ملک داوود شاه، ملک جعفر ادم خېل، ملک شاکر، سفير الله عرف ماماجي، ايډوکيټ انور الله، ملک ولايت شاه. او ګڼ شمیر نورو قومي مشرانو هم ګډون وکړو.
قبایلي مشرانو د فاټا انضمام په کلکه رد کړ او دا یې له قبایلي ولس سره ظلم وباله. په جرګه کښې پريکړه وشوه چې د فاټا انضمام خلاف به په هره قبایلی ضلع کښې لويې جلسې کولے شي.

Leave a reply