رنډ څېړنیز مرکز: امریکا باید پۀ نورو هېوادونو کې لۀ نظامي مداخلې څخه لاس پۀ سر شي
رنډ څېړنیز مرکز: امریکا باید پۀ نورو هېوادونو کې لۀ نظامي مداخلې څخه لاس پۀ سر شي
دغه تحلیل امریکا ته ځينې وړانديزونه هم لري، چې تر وروستي حده دې له نظامي مداخلې ډډه کوي، له نورو ممکنو لارو دې د خپلو ګټو لپاره کار اخلي او په دې توګه دې خپل هېواد ته میلیاردونه ډالر مالي زیانونه نه اړوي.
(2021 / 12 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا باید په نورو هېوادونو کې له نظامي مداخلې لاس په سر شي.
د رنډ په نامه یوه څېړنیز مرکز په خپل وروستي تحلیل کې ویلي، چې امریکا ډېر وخت هڅه کوي د قدرت د موازینې او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په ځينو هېوادونو کې نظامي مداخله وکړي، چې دا چاره کله ګټې خو ډېر وخت زیانونه هم لري.
سرچینه وایي چې امریکا ته نظامي مداخلې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړوي نو له همدې امله په کار ده چې پر خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي.
دغه تحلیل امریکا ته ځينې وړانديزونه هم لري، چې تر وروستي حده دې له نظامي مداخلې ډډه کوي، له نورو ممکنو لارو دې د خپلو ګټو لپاره کار اخلي او په دې توګه دې خپل هېواد ته میلیاردونه ډالر مالي زیانونه نه اړوي.
امریکايي تحقیقاتي مرکزونو او امریکايي پالیسي جوړوونکو تر هغه وروسته د امریکا پر جنګي تګلاره نیوکې پیل کړې، چې دغه هېواد له افغانستان خپل سرتېري و ایستل او ماتې یې وخوړه.