وزیراعلی د ناڅاپه دورو لړۍ پیل کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان ناڅاپه دور لړۍ بيا پيل کړه. وزيراعلي د پيښور ښار مختلفو سيمو او دفترونو ته بغير د سيکورټي پروټوکول نه تللې دې او ددې دفترونو د اهلکارو سره ی لیدلي دي۔

وزيراعلي د پيښور تحصيلدار سټي آفس دوره اوکړه۔ وزیر اعلی د تحصیلدار دفتر کې د خدماتو تحویلي مرکز ، رجسټرار دفتر او نورو دفترونو معاینه وکړه. وزيراعلي د سروس ډيليوري سنټر کښې د سهولتونو کتنه اوکړه۔
وزيراعلي د سروس ډيليورۍ سنټر کښې د صفائۍ او خدماتي حالت په اړه ناخوښي څرګنده کړه۔په دې موقع وزيراعلي د سائلينو سره ملاقات وكړو او د هغوي د ستونزو د هواري په اړه يې ترې معلومات ترلاسه كړل۔
وزیراعلی د تحصیلدار دفتر او رجسټرار دفتر د خراب حالت او صفائی په اړه د ډپټي کمشنر څخه رپورټ غوښتی دی.وزيراعلي د زمکو په منتقلي او د فرټ جاري کولو کښي د ځنډ په شکايت کښي متعلقه دوه پٹواريان معطل کړي دي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *