په لنډیکوتل کې د ګاز سلنډر چاودنه شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
پرون د لنډي کوتل د خوګه خيلو فاطمي خيلو په سيمه کې د جاويد رحمان په کور کې د ګاز سلنډر چاودنه شوې خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د لنډي کوتل خوګا خېلو فاطمي خېلو کې تېره ورځ د ګاز سلنډر د چاودنې له امله د جاوید په نوم د یوه کس په کور کې اور ولګېده ، په دې پیښه کې په کمره کې یخچال، د لکونو روپوارزښت فرنیچر او د کور نور توکي سوځېدلي دي.





