صدر پاکستان په نړۍ غږ کړې چې په کشمیر کې دې د هندي فوځ ظلمونو ته پام وکړي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکسان صدر ډاکټر عارف علوي د دوشنبې په ورځ په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د هند د امنیتي ځواکونو لخوا د هند په ناقانونه توګه مقبوضه جمو او کشمیر کې د خلکو پروړاندې د بشري حقونو جدي سرغړونو ته پام وکړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق صدر پاکستان اوویل چې هند د كشمير د بې ګناه خلقو په ضد د ترهه ګرۍ یو لویه لړۍ جاري كړې او د لسيزو راهسې يې د ریاستي ترهګرۍ تر ټولو لوی ظلم په بې ګنا کشمیري مسلمانانو باندې شروع کړې دي او وس هم دوام لري.
اولس مشر دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دايمي استازې منير اکرم سره د ملاقات په مهال وكړې ، منیر اکرم صدر پاکستان سره په پایه تخت اسلام آباد کې په ایوان صدر كښې ملاقات وكړو۔





