پاکستان د هر قسم داخلي او خارجي ګواښونو مقابله کولو او مخه نیولو ته تیار دې: عمران خان

0
120

باغی ټي وي رپورټ
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د پیر په ورځ وشوه چې د هېواد د وړومبنۍ نېشنل سېكورټي پالېسي ۲۰۲۲ـ۲۶منظوري وركړې شوه۔

د اې پي پي رپورټ مطابق د قومي سلامتیا پالیسي به په رسمي توګه تر تصويب مخکې کابينې ته وړاندې شي. د سند عامه نسخه به په مناسب وخت کې خپره شي.
په غونډه كښې د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي، د دفاع وزير پرويز خټك، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد، د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين، د بشري حقونو وفاقي وزيره ډاكټر شېرين مزاري او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن، د ټولو سروسز چيفس، د قامي سلامتيا مشاور او سينئر سول او ملټري افسران شامل دي۔
د ملاقات په مهال وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان امنيت د خپلو وګړو په سلامتيا كښې نغښتې دې او باور يې څرګند كړو چې پاكستان د هر ډول داخلي او خارجي ګواښونو مقابله كولو لپاره پوره تيار دي۔
نوموړي د ملي پيوستون پروګرام جوړېدل او تصويب يوه تاريخي شېبه وبلله او يادونه يې وکړه، چې پاليسۍ بايد د دولت ټولو ارګانونو ته لارښوونه وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د دوى هڅې د ملي پيوستون له عمومي لارښود سره همغږي شوې دي.هغه د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه، چې هره میاشت د ملي امنیت شورا ته د تطبیق د پرمختګ راپور وړاندې کړي.

Leave a reply