طالبانو ننګرهار ولایت کې د سون توکو لپاره نرخونه ټاکلي دي

طالبانو ننګرهار ولایت کې د سون توکو لپاره نرخونه ټاکلي دي
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټېدو له امله د نفتي موادو او خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
(2021 / 12 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
طالب چارواکو د ننګرهار ښاروالۍ لپاره د نفتي توکو پر بیو نوې تعرفې اعلان کړې د دغه ولايت د ښاروالۍ مسوولينو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د يو لېتر ډېزل تېلو بيه ٦٩ افغانۍ، يو لېتر پطرول ٧٠ افغانۍ او يو کيلو ګاز ٨٢ افغانۍ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه کسان چې له دغه حکم څخه سرغړونه کوي، له سختو کړنو سره به مخ شي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټېدو له امله د نفتي موادو او خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په کابل ښار کې يو کيلو تېل په سل افغانۍ او يو لېتر پټرول په ٧٦ افغانۍ پلورل کېږي.






