د شوروي یرغل ۴۲مه کلیزه؛ طالبان وايي نړۍ دې په افغانستان د یرغل کولو اشتباوې نه تکراروي  

0
520

د شوروي یرغل ۴۲مه کلیزه؛ طالبان وايي نړۍ دې په افغانستان د یرغل کولو اشتباوې نه تکراروي

نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې طالبان به تر هغو په رسمیت ونه پیژني تر څو چې دوی یو داسې جامع حکومت جوړ نه کړي چې ښځې او اقلیتونه پکې شامل وي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري.

 

(2021 / 12 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پر افغانستان د پخواني شوروي د سرو لښکرو د یرغل د ۴۲مې کلیزې په مناسبت، طالبانو یو ځل بیا له نورې نړۍ سره د ښو اړیکو د ټینګولو هیله څرګنده کړې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د دوشنبې په ورځ د پېښې د شپږمې کلیزې په مناسبت د طالبانو اعلامیه خپره کړه.

طالبانو په اعلامیه کې ویلي، چې افغانان د یوه “سوله لرونکي” ملت په توګه له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او پیاوړې اړیکې غواړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “افغانستان به د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او بل چا ته به اجازه ورنه کړي، چې زموږ له حقه سرغړونه وکړي او زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.”

طالبانو هم پر ګاونډیو او په ځانګړې توګه د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې له دوی سره د ښو او پیاوړو اړیکو په جوړولو کې مثبت رول ولوبوي، څو په نړۍ او سیمه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره ښه ګامونه واخیستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پرون وویل چې دوی له نړۍ سره دیپلوماتیکو اړیکو ته اړتیا لري، خو په نړیواله ټولنه یې د دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندلو سختې نیوکې وکړې.

شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې یوې ولسي غونډې ته وویل، د څلویښت کلن جهاد د ایډیالوژۍ پر خلاف به ولس د اسلامي شریعت او خپلو ملي ګټو په بدل کې له هیچا سره د یوۀ انچ لپاره هم جوړجاړی ونه کړي.

طالبانو د اګست په پنځلسمه د افغانستان واک خپل کړ او هیڅ هیواد یې په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې طالبان به تر هغو په رسمیت ونه پیژني تر څو چې دوی یو داسې جامع حکومت جوړ نه کړي چې ښځې او اقلیتونه پکې شامل وي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري.

 

Leave a reply