د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې افغانان هېڅوک هم پۀ زور نشي ماتولی 

0
186

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې افغانان هېڅوک هم پۀ زور نشي ماتولی 

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې ده امریکایانو ته هم مخامخ ویلي وو چې په نړۍ کې دوه سوپر طاقتونه دي، یو امریکایان دي او بل موږ (افغانان) تر هغو به سره وهو څو وګورو چې څوک یې ګټي خو د ده په خبره، دا د شکر ځای دی چې افغانان بریالي شول او امریکا په ټیټ سر له هېواده وتلو ته اړ شوه.

 

(2021 / 12 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې افغانانو په پوره جرات او مېړانې ستر قوتونه مات کړي دي.

ستانکزي په لوګر ولایت کې د مرغومې ۶مې په ویاړ چې پر افغانستان د سرو لښکرو له ۴۲ کال سره برابره ده، وویل چې افغانانو هیڅکله د بل تر یوغ لاندې ژوند نه دی کړی او چا چې ورباندې تېری کړی دی په مېړانه یې پر وړاندې مقاومت کړی دی او څو چې یې ماتې نه ده ورکړې په کرار نه دي کیناستلي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې ده امریکایانو ته هم مخامخ ویلي وو چې په نړۍ کې دوه سوپر طاقتونه دي، یو امریکایان دي او بل موږ (افغانان) تر هغو به سره وهو څو وګورو چې څوک یې ګټي خو د ده په خبره، دا د شکر ځای دی چې افغانان بریالي شول او امریکا په ټیټ سر له هېواده وتلو ته اړ شوه

Leave a reply