د یوبل سپکاوې، یوبل باندې د کفر فتوي لګول ښه خبره نه ده: ملک حاجي ماصل خان شینواري

0
159

باغي ټي وي رپورټ
لنډیکوتل پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د لنډیکوتل سیمې اوسیدونکي او د مرحوم حاجي ملک ګلاب شینواري ځوي ملک حاجي ماصل خان شینواري اوویل چې په دې بلدیاتي ټاکنو کې او د ټاکنو نه پس وس هم بعضې امیدواران د یو بل په ضد د نفرت او د بغض او کینې داسې خبرې کوي چې امکان لري چې ددې سیمې امن ته زیان ورسي.

ملک حاجي ماصل خان اوویل چې د خپلو غوښتنو لپاره اولس ته تکلیف ورکول، لارې بندول دا مناسبه نه ده او دې لپاره باید مونږ قانوني لار اختیار کړو.
هغوی د مشرانو او په بلدیاتي ټاکنو کې ولاړو امیدوارانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو غوښتنو لپاره دې قانوني لار اختیار کړي او د لارو په بندلو دې عام اولس ته تکلیف نه رسوي.

Leave a reply