په خیبر کې څاروو ته د واکسین لګولو کمپاین پیل شو

0
167

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبرد لائیوسټاک محکمې هفته وار مهم شروع کړے دے، په دې مهم کې به ټولو حیواناتو ته واکسین ورکولی شی.

د جاري شوي یو بیان مطابق د جمرود مالدارۍ مرکز کې د واکسین اوونیز کمپاین رسماً پرانستل شو، د پرانستې په دې غونډه کې د خېبر د مالدارۍ څانګې مشر وحیدالله وزیر ددې کمپای رسمی پرانسته وکړه.
هر کال د جنورۍ په میاشت کې په سیمه کې ټولو څارویو ته د مختلفو ناروغیو څخه د څارویو ژغورولو لپاره دا ویکسین ورکول کیږي.
وحیدالله وزیر له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې زمونږ په سیمه کې زیاتره څاروي ساتي.
هغه زیاته کړه چې د مالدارۍ په صورت کې به بزګر سوکاله شي او د څاروو شمیر به زیات شي.

Leave a reply