لنډیکوتل کې جې آیی مشرانو غونډه شوې

0
161

باغي ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي لنډي کوتل مشرانو یوه غونډه د جماعت اسلامي لنډي کوتل تحصيل امير سيد مقتدر شاه په مشرۍ کښې د جماعت اسلامي لنډي کوتل دفتر کښې اوشوه.

د جې آيی لنډیکوتل د دفتر نه جاري شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې دې غونډه کې د جي آیی جنرل سيکرټري مراد حسين او نورو غړو ګډون اوکړو۔
په دې غونډه کې د وروستیو بلدیاتی انتخاباتو په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د تنظیمي او دعوتي وضعیت په اړه هم خبرې وشوې.
غونډې ته وینا کې سید مقتدر شاه وویل چې په وروستیو بلدیاتی انتخاباتو کې د ګډون کولو سره جماعت اسلامي د اسلام د نفاذ د ضرورت او اهمیت دا نړیوال پیغام د کور کور ته رسولی چې په نتیجه کې یې په سلګونو کسان جماعت اسلامي کې شامل شوي او د جې آیی رای ورکوونکي زیات شوي دي

Leave a reply