اسلامي امارت د هزاره ټولنې غړی ډاکټر عبداللطیف نظري د اقتصاد وزارت د مرستیال په توګه ټاکلی دې

0
127

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د اسلامي امارت د اعلامیې له مخې د هزاره ټولنې غړی ډاکټر عبداللطیف نظري د اقتصاد په وزارت کې د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. د راپورونو له مخې ډاکټر نظري په ایران کې لوړې زده کړې دي. نوموړی د اسلامی امارت د عبوري حکومت په کابینه کې د هزاره ټولنې لومړنی چارواکی دی.

داسې ویل کیږي چې نظري په افغانستان کې د امریکا او د هغې د ناټو د متحدینو د حضور پر ضد خبرې کړې وې او په تلویزونونو کې یې د خبرو پر مهال د امریکا پر سیاستونو نیوکې کولې او د حکومت د جوړیدو د غوښتنو په لړ کې یې د امریکا پر سیاستونو نیوکې کولې.

Leave a reply