نن د شهید بینظیر بهټو ۱۴ څوارلسم تلین نمانځل کیږي

0
212

باغي ټي وي رپورټ
نن د اسلامي نړۍ د لومړۍ ښځينه وزيرې محترمې بېنظير بهټو شهید څوارلسم تلين لمانځل کېږي.

د پاکستان په صوبه سندهـ کې نن د بېنظیر بهټو د مړینې په مناسبت عام رخصتي ده او بل اړخ ته په ګړهي خدابخش کې د تلین لپاره ځانګړي انتظامات شوي دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق بېنظير بهټو د مړينې په مناسبت جوړه شوې جلسه کې د ګډون لپاره د ملک له بېلا بېلو برخو څخه د پيپلز ګوند مشران او مشران ګړۍ خدابخش ته رسيدلي چې مرکزي جلسې ته به د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او نور مشران وینا کوي.
د رپورټ مطابق پخوانى صدر اصف علي زرداري به د بېنظير بهټو د مړينې په موقع په غونډه کې د صحت د خرابۍ له امله ګډون نه کوي، چې د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه هم پخلى کړى دى.
د یادونې ده چې د کال ٢٠٠٧ د دسمبر په ٢٧م نېټه د راولپنډۍ په لياقت باغ کې د پيپلز پارټۍ مشره او پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو د ترهګرو لخوا په نښه شوې وه او شهیده کړې شوه.

Leave a reply