په ضلع خیبر کې ریسکیو۱۱۲۲ د بیړني حالاتو لپاره لارښوونه کړې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د ریسیکو ۱۱۲۲ محکمې ايمرجنسي افسر سيد شعيب منصور د خيبر ضلعې د وروستيو بارانونو او واورو د احتمالي حالاتو سره د مقابلې لپاره د ريسکيو 1122 اهلکارو ته هدايات جاري کړي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ دفتر جمرود نه د جاري شوي یو بیان مطابق د مرکز دفتر مشر خلقو ته مشوره ورکړې ده چې د ګاډو چلولو په وخت دې د هيلمټ استعمال ضرور اوکړي .
په بیان کې زیاته شوې چې د هر ډول بيړني حالت په صورت کښې دې خلق د ريسکيو هيلپ لائن 1122 ته زنګ ووهي.





