د پیښور مییر ټکټ د خرڅولو شخړې زور اخستې دې

باغي ټي وي رپورټ
پيښور کښي د پي ټي آئي د ټکټ خرڅولو تورونو شدت اختیار کړې دې، د پيښور ښاروال لپاره د پي ټي آئي پخواني ناظم ټاؤن دريم او د پي ټي آئي د ټکټ غوښتونکي د ټکټ جاري کولو او د اووه کروړه روپو جمع کولو په اړه د انکوائري غوښتنه کړي ده ولي د ښاروال اميدوار رضوان بنګش دغه تورونه بي بنياده بللي دي او ارباب محمد علی باندې ی تورونه لګولي دي.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق د پيښور ښاروال لپاره د پي ټي آئي د ټکټ لپاره پخواني ناظم ارباب محمد علي درخواست ورکړے وو خو د پارټۍ قيادت رضوان بنګش ته د پارټئ ټکټ جاري کړو۔ ارباب محمد علي په خپل ویډیويي بیان کې د پي ټي آی مشر عمران خان څخه وغوښتل چې د دې پېښې شفاف تحقیقات دې وکړې.
د رپورټ مطابق د پيښور ښاروال لپاره د پي ټي آئي کانديد رضوان بنګش ټول تورونه رد کړي او په خپل ويډيويي بيان کې يې ويلي د ارباب محمد علي تورونه بې اساسه او د شرم وړ دي.





