لنډیکوتل کې د بجلۍ اوږد لوډشیډنګ خلق د ستونزو سره مخ کړي
باغي ټي وي رپورټ
د خيبرضلعې په تحصیل لنډي کوتل کې ځای خلق د بجلۍ د نشتوالي له وجهې د سختو ستونزو او کړاو سره مخ دي، د لنډیکوتل ګرډ سټيشن د ملازمينو د خراب پاليسي له وجي د نوي شيخ مل خيلو فيډر او نورو فيډرونو باندي د 48 ساعتونو لپاره بجلي لوډشيډنګ د خلقو په مشکلاتو کښي زياتوالۍ راوستې دې.
د تفصيلاتو ترمخه د خېبر لنډي کوتل په ګريډ سټيشن کښې د معراج په نامه او نورو ملازمينو د ناقص پاليسۍ له وجې د لنډي کوتل نوي شيخ ملخیل او نورو فيډرونو نه د بریښنا سپلایی د 48 ساعتونو بنده وی او په دې سیمه کې د بریښنا یو ظالمانه لوډشيډنګ روان دې چې له وجهې ی خلق د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د برېښنا د نشتوالي له وجهې په سیمه کې د اوبو کمښت رامنځته شوی دی. د لنډې کوتل ګرډ سټیشن رسنیو ته ویلي دې چې په ګرډ سټیشن ډیر زور دې چې له وجهې ی کورونو ته د بجلۍ د نشتوالي ستونزه مخې ته راغلې ده.
ځایی خلقو د واپډا مشر او د خېبر پښتونخوا نورو لوړ پوړو چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې په لنډي کوتل کې دې د ژمي په موسم کې د ظالمانه لوډشیډنګ نوټس واخلي او دا لوډشیډنګ دې بند کړي.